هغه خلک چې په جرمني خبرې کوي جرمني کې چټک او په اسانۍ ژوند پیلولای شي. د ژبې مهارتونه له نورو خلکو سره ستاسې ورځنۍ ژوند او کاري ساحې کې د خبرو وړتیا غوره کوي. ښه جرمني ژبه ستاسې د دندې او مسلکي لاسته راوړنو فرصت زیاتوي.
دغې موخې لپاره، فدرالي حکومت د ژبې مسلکي کورسونه وړاندې کوي چې موخه يي د کډوالۍ شالید لرونکي خلک دي. دغه کورسونه ټوله جرمني کې شته. تاسې بنسټیز یا ځانګړی ماډل يي انتخابولای شئ: بنسټیز ماډل يي د جرمني ژبې هغه مهارتونه چې کاري ساحې کې ورته اړتیا ده درښيي. ځانګړی ماډل يي ستاسې د لغاتو تخصصي زېرمه جوړوي او هغه جرمني لغات او اصلاحات درزده کوي چې ځانګړو دندو لپاره اړینې وي.
Getty Images ګېټې امېجز
تاسې د ژبې مسلکي کورسونو اړوند ټول مهم معلومات موندلای شئ.
د ژبې مسلکي کورس ګټې څه دي؟
خپله جرمني ژبه ډېره لږه موده کې غوره کولای شئ، او جرمني کې د کار د فکر ځانګړی ډول څخه خبرېدلای شئ. ستاسې د ژبې نوې مهارتونه د نوې دندې او فردي وړتیاوې پیلول اسانوي. تاسې به د هغه مسلک چې غواړئ کار په کې وکړئ له ټولو مهمو اصطلاحاتو سره اشنا شئ. د ژبې دغو مهارتونو سره، تاسې به وکولای شئ په چټکۍ سره مناسبه دنده پیدا کړئ. دغه کورسونه به له هغو کسانو سره چې له وړاندې دنده لري هم مرسته وکړي، او له هغوی سره د هغوی په ورځنی کار کې مرسته کولای شي.
کورسونو کې به زه څه زده کړم؟
ستاسې د ژبې مهارتونو او اړتیاوې پام کې نیولو سره، تاسې زموږ د ژبې مسلکي کورسونو کې بنسټیز یا ځانګړی ماډل بشپړولی شئ. دغه ماډلونه عموماً له یوې ازموینې سره پای ته رسېږي. که ازموینې کې بریالی شوئ، یو سند به ترلاسه کړئ، کوم ته چې به تاسې ځینو مسلکونو کې کار کولو لپاره اړتیا ولرئ.
بسنټیز ماډل کې، تاسې به زده کړئ:
- د جرمني ژبې هغه مهارتونه چې عموماً کاري ساحې کې ورته اړتیا ده
- هغه لغات او اصطلاحات چې تاسې ورته ورځنۍ ژوند کې اړتیا لرئ
- څنګه مسلکي برېښنالیکونه او لیکونه ولیکئ او پرې پوه شئ
- کاري قرادادونو او مرکو اړوند عمومي معلومات
ډېر هغه څه چې تاسې بنسټیز ماډل کې زده کوئ له کار څخه بهر ورځنۍ ژوند کې مو هم مرسته کوي.
په ځانګړی ماډل کې، تاسې به زده کړئ:
- متخصص جرمني لغات چې د دندې ځانګړو برخو ته اړینه ده، د مثال په ډوله ښوونې یا تخنیکې برخې لپاره
- بشپړونکي معلومات چې د مسلکي لاسته راوړنو پروسې لپاره اړینه ده
ځانګړی ماډل به تاسې سره خپل انتخاب شوی مسلک کې قدم اېښودلو کې مرسته وکړي. دغه کورسونه به که چېرې وړاندې څخه څخه دنده ولري هم ګټه ولري، او ورځنۍ کار به مو اسانه کړي.
د ژبې مسلکي کورس کې ګډون څومره لګښت لري؟
که دنده نه لرئ د ژبې مسلکي کورس کې ګډون وړیا دی.
که چېرې له وړاندې څخه دنده لرئ او د استخدام فدرالي ادارې ( Agentur für Arbeit ) څخه اضافي ګټې نه ترلاسه کوئ نو باید په لږ لګښت ونډه واخلئ. ستاسې استخدامونکی به ستاسې د ونډې لګښت پرې کوي.
که ازموینه مو په بریا سره بشپړه کړه، تاسې د ونډې نیمايي لګښت بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کولای شئ.
څوک دغو کورسونو کې ګډون کولای شي؟
د ژبو کورسونو موخه هغه خلک چې جرمني ته کډه شوي، د اروپايي اتحاديي اتباع او د جرمني اوسېدونکي چې د کډوالۍ شالید لري دي. زموږ د ژبې مسلکي کورسونو کې ګډون لپاره، تاسې باید زموږ د ادغام کورس بشپړ کړی وي یا د ژبو لپاره د مرجع عمومي اروپايي کاري چوکاټ (CEFRL) کې لږ تر لږه B1 درجه ترلاسه کړې وي. B1 په دې معنې دی چې تاسې په واقفو ستونزو د څرګندو معیارونو انډول په مهمو ټکو پوهېږئ. د ژبې کچې اړوند نور معلومات خپلې سیمهییزې استخداموونکې ادارې ( Agentur für Arbeit ) یا کار مرکز ( Jobcenter ) کې موندلای شئ.
دغو کوروسونو ته له کوم ځای څخه ګډون کولای شم؟
که دنده نه لرئ :
خپل سیمهییزې د استخدام ادارې ( Agentur für Arbeit ) یا د کار مرکز ( Jobcenter ) کې خپل منځګړی سره، څوک چې به تاسې ته مشوره درکړي چې کوم ښوونځی د ژبې مسلکي کورسونه وړاندې کوي خبرې وکړئ. هغوی به تاسې سره نورو پوښتنو کې هم مرسته وکړي.
که چېرې له وړاندې څخه دنده لرئ:
که چېرې له وړاندې څخه دنده لرئ، روزنې لاندې یاست یا مسلکي لاسته راوړنې پروسه کې یاست، تاسې په نیغ ډول کډوالۍ یا پناه غوښتنوکو لپاره فدرالي دفتر سره اړیکه نیولی شئ. لطفاً هغه دفتر ته چې ستاسې فدرالي ایالت مسول دی برېښنالیک واستوئ:
برلېن(Berlin)، برانډنبرګ(Brandenburg)،سکسوني (Saxony)، سکسوني – انهالټ(Saxony-Anhalth)،تورېنجیا (Thuringia)
deufoe.berlin@bamf.bund.de
بېډن – ورټمبرګ (Baden-Württemberg)، رېنلینډ – پلاټېنېټ (Rhineland-Palatinate)، سارلینډ (Saarland)
deufoe.stuttgart@bamf.bund.de
بوریا (Baveria)
deufoe.nuernberg@bamf.bund.de
برېمېن (Bremen)، هامبورګ (Hamburg)، مېکلېنبرګ – وېسټ پومرانیا (Mecklenburg-West Pomerania)، لور سکسوني (Lower Saxony)، شلزوېګ – هولسټین (Schleswig-Holstein)
deufoe.hamburg@bamf.bund.de
هېسې (Hesse)، نارت راین – وېسټفالیا (North Rhine – Westphalia)
deufoe.koeln@bamf.bund.de